چهارشنبه 2 غویی 1394 ساعت
08:23آخرین به روز رسانی در چهارشنبه 2 غویی 1394 ساعت 11:18نوشته شده توسط TOLOnews.com
د
کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد د امنیتي ځواکونو په ګډو
چاڼیزو عملیاتو کې، ۱۸ تنه بلواګر وژل شوي دي.
دغه عملیات چې د افغان ګډو ځواکونو لهخوا د کنړ، ننګرهار، لغمان، پروان، سمنګان، جوزجان، زابل، میدان وردګو، لوګر، هرات او هلمند ولایتونو کې ترسره شول، ۱۳ تنه ترهګر ټپيان او ۳ تنه نور ونیول شول.
دغه عملیات له بلواګرو څخه د یو شمېر سیمو د پاکولو لپاره په لاره اچول شوي ول.
په دغو عملیاتو کې یو اندازه وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
بلخوا د ملي پولیسو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د لغمان او زابل په ولایتونو کې د ماین چاودنې د ۵ پېښو څخه مخنیوی کړی دی.
دغه ماینونه په دې وروستیو کې د طالب بلواګرو لهخوا د ترهګریزو موخو لپاره ځای پر ځای کړي ول.

No comments:
Post a Comment